امنیت

يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول

چاريکار/ باختر د چنګاښ  اتمه :
په پروان ولايت کې پرون د افغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم باختر آژانس ته وويل: په دغه ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو په هغو عملياتوکې چې د بګرام ولسوالۍ د شاکي خيلو په کلي کې ترسره شول، له يو مشکوک کورڅخه يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول .
ده زياته کړه: په دغو وسلو او مهماتوکې د پرسونل يوولس ماينونه، يوه ميکاروف تومانچه، د هاوان پنځه ماينونه، يوولس لاسي بمونه، د کلاشينکوف  اووه سوه ګولۍ، درې شارتکي سرګلولې، دتومانچې شپيته ګولۍ او د کلاشينکوف او تومانچې اته شارژورونه ترلاسه او د پروان ولايت د ملي امنيت رياست ته وسپارل شول .
ده زياته کړه: د قضيې په اړوند څو ک نه دى نيول شوى او د پوليسو څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته