امنیت

دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه ډيپو تيره شپه دملي اردو دځواکونو له خوا دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې کشف اوضبط شوه
  دهېوادپه جنوب کې د ٢٠٥ اتل  قول اردو وياند ډګرمن محمد محسن سلطاني  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ډيپو دهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې کشف اوضبط شوه .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې له دغې ډيپو څخه طالبانو دورانکارو او تروريستي  عملياتودترسره کولو لپاره  استفاده کوله
يوه اړونده  خبرځاى وويل چې په دې ډيپو کې په سپکو او درندو وسلو سربيره يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته