کابل باختر د چنګاښ اته ويشتمه :
په بلخ ولايت کې درې تنه ماشومان دخپل کاکا دزوى له خوا ووژل شول . په بلخ ولايت کې امنيتي مقامات وايي چې درې تنه ماشومان له ناندرو وروسته دنښتې له امله دخپل کاکا دزوى له خوا ووژل شول .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالرزاق قادري دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه درې تنه ماشومان د بلخ ولايت ددهدادي ولسوالۍ په شير اباد کلي کې ددواړو لورو ترمنځ له ناندرو وروسته دچړو په ګوزارونو سره وژل شوي دي .
ديادونې وړ ده ددغې پيښې عامل دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى او تر پوښتنې لاندې دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ