ټولنه

په بادغيس کې د اوبو رسونې يوه شبکه پرانیستل شوه

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د څښاک اوبو او د اوبولګولو د يوې شبکې د جوړولو کار په بادغيس کې بشپړ شو او د استفادې وړ وګرځېده.
د بادغيس د کرنې او اوبولګولو رياست يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې دغه شبکه څه دپاسه يو زرو ۶۰۰ متره اوږدوالی لري چې د هېواد له پرمختيايي بودجې څخه جوړه شوې ده او ٢٠٠٠ کورنۍ ترې استفاده کوي.
د يادونې وړ ده چې په بادغيس کې د اوبولګولو څو پروژې پخوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته