امنیت

دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې اووه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابلباختر دسنبلي٢٠
دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول  .
دکورنيو چارو وزارت مطبو عاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دافغان امنيتي ځواکونو د هغو ګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار، جوزجان ، قندهار، زابل ، ارزګان ، ميدان وردګو، لوګر ، غزني، پکتيا،پکتيکا ،هرات  او د هلمند د ولايتو نو په مربو طاتو کې ترسره شول ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ١٦ تنه يې ټپيان او يو تن يې ونيول شو او يوه اندا زه  درنده اوسپکه وسله ترلاسه شوې ده .

ديو بل خبر له مخي :
دملي پوليسومنسوبينو دامنيتي ګزمې په بهير کې يو ويشت  ماينونه چې دوسله والو
طالبانو له خوا د سرپل ، زابل ، هرات اود هلمند د ولايتونو په بيلابيلوسيمو کې ښخ کړاى شوي وو ، کشف او شنډ کړل  .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته