سیاست

جمهور رئیس غني د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شوراګانو غړیو ته په خطاب کې: ټول باید په یوه غږ شو او د افغانستان دښمنانو ته د تفرقې اچولو مجال ورنه کړو

کابل_باختر د ثور د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون سهار له توحید ملی مرکز څخه د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شوراګانو له رئیسانو او غړیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د زابل د ولایتي شورا منشي اسدالله کاکړ د جنوب زون په استازیتوب، د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور د لویدیځ زون په استازیتوب، د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس لعل محمد دراني د ختیځ زون په استازیتوب، د پروان د ولایتي شورا رئیس بهاوالدین جیلاني د مرکز زون په استازیتوب، د تخار د ولایتي شورا رئیس ارباب روح الله د شمال ختیځ زون په استازیتوب او د بلخ او بامیان د ولایتي شوراګانو رئیسانو خبرې وکړې. 
هغوی د جمهور رئیس له دې اقدام څخه چې د لومړي ځل لپاره د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شوراګانو د استازو له لارې د خلکو اړتیاوې او ستونزې اوري، قدرداني وکړه.
استازو د امنیت د تامین، معارف، صحت، زیربنایي پروژو، د پولیسو تشکیل کې د کمبود، له ولایتي شوراګانو سره د اړیکو د تامین او د خلکو د ژوند د وضعیت په هکله خپل وړاندیزونه او ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې. 
د ولایتي شورا استازو په ملي شورا کې د جمهور رئیس له وروستي دریځ او وینا څخه ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې په ټول توان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.
د هېواد جمهور رئیس د هغوی د خبرو او معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، سږکال په ټولو برخو کې د تحرک کال دی او د پنځو کلونو لیدلوری هم رامنځته شوی دی. هغه زیاته کړه، سږکال به په زیربنایي پروژو مخصوصاً بندونو په شدت کار وشي.
جمهور رئیس غني په ادارو کې د اصلاحاتو راوړلو او د شفافیت تامین ته په اشارې وویل چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې لازم اصلاحات رامنځته شوي دي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ د دوست او دښمن واضح تعریف لرو او اوس درې واړه قوې واحدې سیاسي اجماع ته رسېدلي دي.هغه د ولایتي شورا غړیو ته په خطاب کې وویل، باید ټول په یوه غږ شو او د افغانستان دښمنانو ته د تفرقې اچولو مجال ورنه کړو.
جمهور رئیس غني وویل، د هېواد په ۴۲ نقطو کې د طالبانو پسرلني بریدونه له ماتې سره مخ شوي او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګریزو ډلو په ځانګړي ډول داعش سره د مبارزې په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لري.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، د هېواد د ولایتونو او زونونو واضح تصویر باید وړاندې شي او د ۳۴ ولایتونو له ولایتي شوراګانو څخه یې وغوښتل چې په دې هکله خپلې طرحې جمهوري ریاست ته وسپاري.
دهېواد جمهور رئیس همدارنګه له ولایتي شوراګانو څخه وغوښتل چې له والیانو او سیمه ییزو ادارو سره د خلکو د سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه زیاته همغږي رامنځته کړي. هغه زیاته کړه، زموږ راتلونکی بحث به د ولسوالیو د ستونزو او اړتیاو په هکله تمرکز وي.
جمهور رئیس غني وویل، له ولایتي شوراګانو سره به په راتلونکي کې دا بحثونه دوام ولري او ډېر ژر به په کابل کې د هېواد د ولایتي شوراګانو د ټولو غړیو کډه غونډه جوړه شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته