ټولنه

د سولې د ولايتي کمېټې نوې رهبرۍ په کار پېل وکړ

لښکر ګاه باختر د وږي د میاشتې ۱۴ مه
د هلمند د سولې دولايتي کمېټې لپاره حاجي غلام محمد اسحاق زی د رييس، عبدالاحد  معصومي د مرستيال او عبدالستار ستوری د دارالانشا د مشر په توګه ټاکل شوي، چې په يوه غونډه کې تر پېژندل کېدو وروسته يې په کار پېل وکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د سولې د ولايتي کمېټې د دارالانشا پخواني مسوول محمد داود فرهنګ پر تېرو فعاليتونو او کړنو رڼاواچوله او زياته يې کړه، چې ددغې شورا له جوړيدو څخه تر دې دمه يې ۲۸۵ تنه د سولې له بهير سره يو ځای کړي دي.
د سولې دشورا پخواني رييس فضل الباري فياض د خپلو خبرو پر مهال ټاکنې اوبدلونونه يو قانوني اصل وباله او زياته يې کړه، چې د خپل بشپړ توان په کارولو سره يې د سولې د بهير لپاره کار کړی دی او لا به هم دغه کار ته دوام ورکړي.
فياض وويل: د سولې شورا له پخوانيو چارو ځکه خوښ نه وو، چې پروګرامونه يې هغومره چې اړتيا وه اغيزمن نه وو. دده په خبره ميليونونه ډالره په دغه لاره کې لګيدلي دي، خو د سولې په پروسه يې جوت اغېز ونه کړ.
په ورته وخت کې د هلمند والي حيات الله حيات د سولې شورا له پخوانيو غړو مننه وکړه، چې د قربانيو په ورکولو سره يې د سولې شورا فعاله ساتلې وه او په دې  لاره کې يې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کولې.
حیات وويل: جګړې له ولسونو ډېر څه اخيستي، ماشومان يې بې زده کړو شول، روغتيايي خدماتو ته د خلکو لاس رسی نشته او نور هم له ډېرو پرمختګونو وروسته پاتې دي.
والي وويل: سوله د لوې رب امر دی، افغانان نور له جګړو ستړي دي او له سولې پرته بله هيڅ حل لاره نشته. هغه په مخالفانو يو ځل بيا غږ وکړ، چې له ورور وژنو او دربدريو څخه  لاس په سر شي او له حکومت سره د سولې په بهير کې برخه واخلي.
د سولې دشورا نوي شوي رېيس حاجي غلام محمد اسحاق زي، مرستيال عبدالاحد معصومي او د دارالانشا مشر عبدالستار ستوري هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د سولې لپاره به د ټولو اغېزمنو مشرانو او ځوانانو سره په ګډه کار وکړي او په دې اړوند به له ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه پورته کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته