هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
د هرات پوليس د اکاډميکو مرکزونو د امنيت د تامينولو په برخه کې جدي دي.
د هرات ولايت امنيه قوماندان د هرات پوهنتون له رئيس سره په کتنه کې د امنيت د تامينولو په برخه کې د بېلابېلو قشرونو او په تېره بيا د ځوانانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پوهنتون رئيس د پيشنهادونو د وړاندې کولو په ترڅ کې د موجود حالت له امله انديښنه څرګنده کړه او د ښوونې او روزنې په پوهنځي او د نجونو په ليليه او د هرات په پوهنتون کې د امنيتي ځواکونو د زياتوالي غوښتنه وکړه.
ډاکترفايز زياته کړه: د هرات پوهنتون مشرتابه هيئت له امنيې قوماندانۍ سره په بېلابېلو برخوکې همکاري ته چمتو دى.
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدايوب انصاري هم د هرات پوهنتون د مشرتابه هيئت د ښه نظر له امله مننه وکړه او د ډاکتر فايز د وړانديزونو هرکلى وکړ.
0 1 دقیقه لوستل