– کابل/ د وري ۲۵مه /باختر
د پکتیکا دیني عالمانو د یوې غونډې پرمهال له حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو پرمخ دې ښوونځي بېرته پرانیزي.
د پکتیکا دیني عالمانو تېره ورځ د یوې ناستې پر مهال د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې دې د نجونو پرمخ ښوونځي بېرته پرانېزي.
نوموړو وویل چې علم په نارینه او ښځينه فرض دی نو باید د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي تر څو وکولای شي په ښه توګه خپلې زده کړې بشپړې کړي.
صدیقي