امنیت

په فارياب کې يوه نجلۍ ووژله شوه

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ٢٩  :
يوه  ٢٩ کلنه نجلۍ د خپل تره زوى له خوا د فارياب ولايت په ميمنې ښارکې ووژله  شوه.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې دمديريت   د تحقيقاتو آمرسمونمل غلام نبي باختر آژانس ته وويل: دغه نجلۍ جواهره نوميده چې دخپلې ١٢کلنې خور د ګوژدن کيدو د مخالفت له امله دخپل د تره زوى له خوا   و وژله شوه  .
خبرځاى زياته کړه: ددغې  نجلۍ د تره زوى جاويد نوميده او له څه مودې را په دې خوا د جواهرې د کشرې خورغوښتنه کوله .
د معلوماتو له مخې: جاويد د لويو لارو د قطعې سرتيرى دى او له هغه وروسته چې د جواهرې له سخت مخالفت سره مخامخ کيږي او خپل د تره له لور سره د ګوژدن کيدو هيله  له لاسه ورکوي؛له خپلې وسلې څخه په استفادې سره دغه نجلۍ وژني .
سمونمل غلام نبي وويل: دغه پيښه پرون د ميمنې ښار د څلورمې ناحيې په  خواجه  پايتخت کلي کې رامنځته شوې ده.
قاتل د دغې نجلۍ له وژنې وروسته له ساحې څخه تښتيدلى دى .
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په غورماچ ولسوالۍ کې د ريزه ګل په نامه د يوې شل کلنې ميرمنې پوزه د خپل ميړه له خوا پرې شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته