کابل باختر د لړم يوولسمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د کشفي عملياتو په بهير کې دوسلو يو قاچاق وړونکى د سمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار په مربوطاتو کې ونيوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، له نيول شوي سړي څخه دپرسونل ضد دوه ماينونه ، دوه تومانچې او يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
ده غوښتل چې دغه وسلې او مهمات هغه سړي ته وليږدوي چې دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې يې له تروريستي ډلو سره اړيکې لرلې .
نيول شوى قاچاق وړونکى يوازې يومجرم نه بلکې په تروريستي ډلو دوسلو په پلورنې سره په مستقيمه توګه په تروريستي فعاليتونو کې شريک دى او ديوه تروريست په توګه به دهېواد دنافذو قوانينو په رڼا کې مجازات شي .
0 1 دقیقه لوستل