ټولنه

٢٢٠٠ تنه پناه غوښتوونکي د مديترانې په سمندرګي کې وژغورل شول.

-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
دايټاليا حکومت وايي چې څه ناڅه ٢٢٠٠ تنه پناه غوښتوونکي چې هلې ځلې يې کولې ځانونه اروپا ته ورسوي د مديترانې په سمندرګي کې ژغورل شوي دي .
دايټاليا ساحلي ساتوونکو وويل:دغه پناه غوښتوونکي پرون د ژغورنې په شپاړلسو عملياتو کې له ١٦ کوچنيو او  سترو بيړيو څخه ژغورلي دي.
په دې ستره ډله کې لس مړي هم په بيړيوکې ترلاسه شوي دي.
دمهاجرت نړيوال سازمان په همدې اوونۍ کې وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې ٤٢٢٠ تنه پناه غوښتوونکي د مديترانې په سمندرګي کې ډوب شوي دي چې په ٢٠١٥م کال کې د ٣٧٧٧ تنو دوژل کيدو په پرتله يو لوړ شمير دى.
دمهاجرت نړيواله اداره يا اى- او- ام وايي چې سږ کال ١٥٩ زره تنه پناه غوښتوونکي دسمندر له لارې ايټاليا ته رسيدلي دي چې زياتره يې دافريقايي او دمنځني ختيځ دهيوادونو اتباع دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته