امنیت

په ننګرهار کې له لسګونو کيلوګرامو نشه يې توکو سره د دوو کسانو نيول کيدل

کابلباختر د زمري  ١٣ مه
دوه کسان په ننګرهار کې له لسګونو  کيلوګرامو نشه يي توکوسره ونيول شول.
دغه کسان دجلال آباد – تورخم په لويه لار د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د لېږدولو په وخت کې نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلوسره ويلي، چې له دغو کسانو څخه اته اتيا  کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، ترلاسه شوي نشه يي توکي په يوې ريکشې کې ځاى پر ځاى شوي وو.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې  په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاقو په څو موردو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته