سیاست

جمهورريیس غني د ۲۱۵ میوند او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو له قوماندانانو سره خبرې وکړې

کابل / د غويي ٢٣مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د هېواد د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په لړ کې، پرون له غرمې مخکې د ۲۱۵ میوند او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو له قوماندانانو سره په غونډه کې د غور، بادغیس، فراه، هرات او هلمند ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب هم په کې حضور درلود، جمهورريیس غني د دغو ولایتونو د امنیتي وضعیت د اروزنې ترڅنګ هغوی ته د لا زیاتو هڅو، د هلمند امنیت ته د ځانګړې پاملرنې او راتلونکو پلانونو ته د تیاریو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
جمهورريیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، د غور او بادغیس ولایتونو امنیت ته پاملرنې، په فراه ولایت کې ولسي کار او د ۲۱۵ میوند او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو د اړتیاوو په پوره کولو ټینګار وکړ.
جمهورريیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته په پام دې قرنطین مراعت شي او له کرونا ویروس سره مبارزې ته دې جدي پاملرنه وشی.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته