کابل / د لړم ١۳مه / باختر
د کابل پولیس وایي چې په کابل ښار کې یې دوه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د کابل پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې موظفینو تېرماښام یو تن د دغې حوزې له مربوطاتو څخه د پیسو او موبایلو د غلا په تور ونیو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ دغه کس د کابل ښار په شاه دوشمشېره سیمه کې د یوه کس ۲۰ زره افغانۍ او دوه موبايلونه غلا کړي وو چې د تېښتې پر مهال ونيول شو.
نیول شوي کس د نورو ۷۰ زره افغانیو د غلا پر قضیې هم اعتراف کړی دی.
د یو بل خبر له مخې:
د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې موظفينو تېرماښام يو تن د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په اړوند له قوای مرکز سیمې څخه نيولى دى.
نیول شوي کسان تر څېړنې لاندې دي.
وهاج