پلخمري باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
دوه ټولګټې پروژې نن د بغلان ولايت په خنجانو ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د بغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس انجنير عبدالاول احمدزي وويل: په دغو پروژوکې د شلو کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک اوارول او کريړ اچول، د ديرشو مترو په اوږدوالي او د شپږو مترو په سور دموټرو دتګ راتګ د يوه پله جوړول چې د باجګه او کهنه ده کلي د خنجانو ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، شامل دي چې د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د اووه شپيتو ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.
ده وويل: د دغو پروژو په عملي کيدو سره څه ناڅه دوه زره کورنيو ته لازمې آسانتياوې برابرې شوې دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل