سیاست

د بیرغ ملي ورځ او زموږ ملي مسوولیت

-کابل / د زمري ۶ مه / باختر
د زمري ۷ مه د ملي بیرغ ورځ نومول شوېده او ټاکل شوې چې د دغې ورځې په ویاړ پرتمین مراسم جوړ شي.
د باختر آژانس مفسر د بیرغ ملي ورځې ارزښت او د هغې د نمانځنې اړتیاته کتنه کړېده او لیکي:
بیرغ د بشریت په تاریخ کې خورا ژورې  ریښې لري او مخینه یې له هغه مهاله پیلېږي چې پخوانیو خلکو به د جګړې پرمهال د خپل او پردي د پېژندا لپاره بیرغ د یوې نښې او سمبول په توګه کاراواه؛ خو اوس ملي بیرغ د ملت د یووالی سمبول دی، ملي بیرغ د ملت د تاریخي برم، پرتم او ویاړ سمبول دی، ملي بیرغ د تاریخي ویاړونو د دفاع او ساتنې لپاره د ملت د کلکې ارادې سمبول دی، ملي بیرغ د خپلې خاورې د بشپړتیا، آزادۍ، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د دفاع په لاره کې هر راز سرښندنو او قربانیو ته د یو ملت د چمتووالي سبمول دی، ملی بیرغ هر رښتیني هېوادپال ته د خپلې خاورې د مالکیت احساس ورکوي، د ویاړ او غرور احساس ورکوي، د آرام او سکون احساس ورکوي.
که ملی بیرغ هسک، څپاند او رپاند وي، نو مانا یې دا ده چې ملت هسک او سرلوړی دی، اواراده یې پياوړې او غښتلې ده او له وطن سره مینه په کې لکه سمندر څپې وهي. زموږ اتل ملت د تاریخ په اوږدو کې خپل ملي بیرغ تل هسک او رپاند ساتلی دی. د میوند د سترې اتلې ملالۍ کارنامه د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل شوېده.  په میوند کې له یرغلګرو سره سخته زوروره جګړه روانه وه، ناببره هغه جنګیالی چې بیرغ یې لېږداوه، ولګېد او نږدې وه چې بیرغ یې له لاسه ولوېږي، د بیرغ لوېدل د افغان غازیانو د لوېدلو مانا درلوده، د هغوی د ماتې مانا یې درلوده. ملالۍ له ورایه ځیر شوه چې بیرغ لېږدوونکی جنګیالی ټپي شوی دی او ښایي بیرغ یې له لاسه ولوېږي، د یوې اتلې افغانې پیغلې په توګه یې دا نه شوای زغملی چې د افغان غازیانو د اتلولیو، برم او پرتم بیرغ دې پر ځمکې ولوېږي، هغه باید هسک او رپاند وي، ځکه هغه پوهېده چې که دا بیرغ هسک او رپاند وي، نو بیا هېڅ ځواک که هرڅومره ستر او زورور هم وي، افغان غازیان او جنګیالي نه شي په ګونډو کولای. ملالۍ له هر راز ویرې او ډار پرته د جګړې تاوده ډګر ته ورودانګل او د ټپي شوي جنګیالی له لاسه یې بیرغ واخیست، هغه یې  هسک کړ،  ویې رپاوه او په لوړ افغاني غرور یې نارې کړې:
                     که په میوند کې شهید نه شوې
                 خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
د ملالې حماسي ټپې ناببره د ټولو غازیانو پام ورواړاوه، هغوی ګوري چې یوې افغانې پیغلې ملی بیرغ په خپلو لاسونو کې هسک نیولی دی، د غازیانو وینې په جوش شوې، ولولې یې لا وپارېدي او د میوند لوېشت لوېشت خاوره یې د دښمن تر پښو لاندې سور اور کړه، دښمن شرموونکې تاریخي ماتې وخوړه.
دا د ملی بیرغ د زور، قوت، برم او پرتم یوه بېلګه ده، یوه ستره بېلګه ده، یوه ځلانده بېلګه ده، یوه تاریخي بېلګه ده. سبا زموږ باتور ملت په خوار سختو شرایطو کې د ملي بیرغ ورځ نمانځي. له بده مرغه جګړه دوام لري او هره ورځ زموږ هېوادوال وژل کېږي. منو، چې جګړه ګڼ کورني او بهرني لاملونه لري، خو یو ستر لامل یې زموږ بې اتفاقي ده، د ملت بې اتفاقي ده او د دغې بې اتفاقۍ د له منځه وړلو لپاره ترټولو غوره لاره د ملي ارزښتونو پر شاوخوا د ټولو راټولېدل دي، تر درې رنګي ملي بیرغ لاندې د ټولو راټولېدل دي. د زمري ۷ مه یو ښه فرصت دی چې موږ باید ترې ګټه واخلو او د ملي بیرغ ارزښت لا وځلوو. هررښتینی افغان باید د دغې تاریخي ملي ورځي په  نمانځنه کې ونډه واخلي او دا خپل یو ملي هېوادنی مسوولیت او مکلفیت وګڼي.
پاى- ن- ش. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته