خبرونهورزش

په زابل کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د پاورلفټينګ سيالۍ تر سره شوې

کابل، د سلواغې ۱۸ مه، باختر

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د پاورلفټينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په کلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د پاورلفټينګ سيالۍ تر سره شوې.

په يادو سياليو کې د زابل ځوانانو او استاد خوشحال کلبونو څخه په دوو کټګوريو کې، ځوانانو او لويانو برخه اخيستې وه، چې په ځوانانو کې احمد ضياء د ۲۳۰ کیلوګرام وزن او لويانو کې خوشحال روفي د ۲۲۰ کیلوګرام  وزن په پورته کولو سره لومړي مقامونه خپل کړل‌.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه سپورټ ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

په پای کې د ورزش آمريت له خوا ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته