امنیت

دپنځو تنو قوماندانانو په ګډون لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

مهترلام- باختر آژانس دوږي ٢٠
دطالبانو پنځه تنه قوماندانان له پنځوتنو افرادو سره يې تېره شپه په لغمان ولايت کې ووژل شول.
دلغمان دوالي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه کسان داليشنګ ولسوالۍ په کردي قلعه سيمه کې دافغان او بهرنيو ځواکونو دګډو عملياتو له امله ووژل شول چې په وژل شويو کسانو کې دطالبانو د ډلې پنځه تنه قوماندانان دعطا الله ،ملاحضرت ،حس صفي الله ،خداى نور او جلادخان شامل دي.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتو کې چې يو ساعت يې دوام وکړ ،درې تنه ونيول شول او يو شمېر سپکې او درندې وسلې هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ويل کيږي: په دغو عملياتو کې ملکي کسانو او کورنيو او بهرنيو ځواکونوته زيان نه دې اوښتې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته