سیاست

حامد کرزي د کندز له يو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
پخواني جمهور رييس حامد کرزي نن د کندز ولايت له يو شمېر مشرانو، مخورو او ملي سوداګرو سره وکتل .
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى په کابل کې د کندز د وګړنې شورا مرستيال انجنير فريد، جهادي قوماندان حاجي مسلم نعيم زاده، د کندز د ولايتي شورا پخواني رييس قدير حسين خيل، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د دارالانشا رييس حاجي سعدالله حقيقار، مدني فعاله روبينا جلالي او يو تن سپين ږيرى انجنير ايوب د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او په کندزکې د روانو حالاتو له امله د انديښنې په ترڅ په دغه ولايت کې د جګړې د پاى ته رسولو او له مصيبت ځپلو سره د مرستو د برابرولو په لاره کې د حامد کرزي د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
حامدکرزي ژمنه وکړه چې د دولت له مسوولينو سره به په سلامشوره کې په کندز کې د جګړې د پاى ته رسولو او د دغه ولايت مصيبت ځپلو ته د مرستې رسولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته