اقتصاد

د حکومت په بودجه کې څه د پاسه پنځه ميليارده افغانۍ زياتې شوې

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د ماليې وزارت مقامات وايي چې د وزارتونو د اداري واحدونو د اړتيا د لرې کولو لپاره حکومت څه د پاسه پنځه ميليارده افغانۍ د روان کال په بودجه کې زياتې کړې دي.
باختر آژانس د ماليې وزارت د مسوولينو له خولې وايي: د کابينې په وروستې غونډه کې حکومت منلې ده چې ٥ ميليارده او ٢٠٠ ميليونه افغانۍ په ضميمه يي ډول د روان کال په بودجه کې ور زياته کړي.
د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيم زي پرون باختر آژانس ته وويل چې د روان کال په بودجه کې د پيسو له زياتوالي سره سره يوشمېر بودجوي واحدونه تر اوسه پورې د خپلو بودجو په لګښت کې له سترو ستونزو سره  مخامخ دي .
دى زياتوي: د حکومت دغه اقدام د بودجې له اصولنامې سره سمون لري، موږ دغه پيسې په بودجه کې ځاى پرځاى کړې او د ملي دفاع په وزارت سربېره د نورو وزارتونو اړتياوې هم لرې کوي.
دغه راز د استازو د مجلس يوشمېرغړي وايي: که څه هم له روان مالي کال څخه  څو مياشتې تيريږي، خو تر اوسه پورې د يوشمېر پراختيايي پروژو عملي کار نه دى پيل شوى.
د استازو د مجلس يوشمېر غړي، په ملي بودجه کې د پيسو زياتوالى له انديښنو ډک بولي او ټينګارکوي چې حکومت دې بايد په دې برخه کې په شفافيت سره عمل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته