امنیت

یو قاتل د انټرپول د پولیسو له خوا ونیول شو

کابل – باختر د لړم د مياشتې ١٤
یو تن چې د قتل د فعل له ترسره کولو وروسته ګاوندي هیواد د ایران اسلامي جمهوریت ته تښتيدلی و، د انټرپول د پولیسو له خوا ونیول شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د کورنیو چارو وزارت د انټرپول د پولیسو د رییس مل پاسوال سید افندي په وینا: تورن د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د قولند خلیلي کلي اوسیدونکی محمد داوود د محمد امین زوی دی چې د خپل ماما لور يې د چړې په ګوزارونو سره وژلې او ګاونډوي هیواد ایران ته تښتيدلى و. وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د انټرپول پولیسو د پوره هلوځلو په پایله کې دغه قاتل په دغه هيوادکی ونیول شو او د کورنیو چارو وزارت د انټرپول پولیسوته وسپارل شو.
محمد داوود له لومړنیو تحقیقاتو وروسته دهیوادعدلي او قضایي مراجعو ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته