-کابل باختر د وږي اتمه :
دبغلان ولايت ددوشي ولسوالۍ دمرکز محافظوي ديوال نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس عبدالرب حکيمي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه ديوال ددوشي ولسوالۍ داهنګرانو په کلي کې د نهو مليونو افغانيو په لګښت د ٣٦٠ مترو په اوږدوالي او دڅلورزره يوسلو اويا مکعب متره ډبرې لګولو حجم لري چې دکليو دبيا جوړولواو پراختيا رياست دکليوالي لارو دجوړولو دپروګرام په چوکاټ کې جوړ ا وګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
حکيمي زياته کړه :ددغه ديوال په جوړولو سره ددوشي ولسوالۍ په مرکز او عمومي لويه لاره داوبو دڅپانده کيدو په وخت کې ګواښونه لرې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ