روغتیا

سلګونو ننګرهاريانو د روغتيايي لومړنيو مرستو د وړاندې کولو لارې چارې زده کړې

 کابل / د وږي ٤ مه / باختر
سلګونو ننګرهاريانو د روغتيايي لومړنيو مرستو د وړاندې کولو په برخه کې زده کړې وکړې.
دغه کسان له دغو زده کړو وروسته مسووليت لري چې په خپلو کليو او بانډو کې د اړتيا په وخت کې د پېښو مصيبت ځپلو ته لومړنۍ روغتيايي مرستې ترسره کړې.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې ٤٩٠ ښځې او ٢٠٠ نارينه د روغتيايي لومړنيو مرستو د وړاندې کولو په برخه کې زده کړې وکړې.
دغه پروګرام د پېښو احتمالي مصيبت ځپلو ته د ژر مرستې په موخه د يوه بهرني مرستندوى بنسټ له لوري پيل شوې و.
د دغه روزنيز ورکشاپ په پاى کې هر برخه وال ته د لومړنيو روغتيايي مرستو  بستې ورکړ شوې.
ختم – ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته