نړۍ

يوولس تنه نور پناه غوښتوونکي د يونان په اوبوکې ډوب شول

 ويانا ګلف تودې   باختر د ليندۍ دمياشتې ١٩ :
د د اتريش د استاندارد ورځپاڼې د يونان د سيمه ييزو مقاماتو له خولې خبر راکړ  چې د يونان په اوبوکې د پناه غوښتوونکو د سپرلۍ د يوې بيړۍ د ډوبيدو له امله  څه ناڅه يوولس تنه ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې يوه مور او د هغې اووه تنه ماشومان شامل دي او د نورو لسو تنو د برخليک په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د يونان د پوليسو يوه وياند د استاندارد ورځپاڼې ته وويل: اوس يوازې هغه پناه غوښتوونکي چې د يونان په پايتخت آتن ښارکې دي؛ نور پناه غوښتوونکي د يونان د حکومت له  خوا بېرته هغو هېوادونوته چې ورڅخه راغلي دي؛ ستنوي يا په خپله  دغه کسان په داوطلبانه ډول خپلو هېوادونو ته د ستنيدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتو د سازمان دشمېرونو له مخې، څه ناڅه ٦٠٠ زرو تنو تر اوسه پورې د ترکيې له لارې ځانونه يونان ته رسولي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پورې ٩٦٥ زره تنه پناه غوښتوونکي په دغه هېوادکې ثبت شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته