امنیت

دزابل دولايتي شورا په دفتر دځانمرګي بريد له امله درې تنه شهيدان او درې څلويښت تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
دزابل دولايتي شورا په ودانۍ دځانمرګي بريد له امله درې تنه شهيدان او درې څلويښت تنه نور ټپيان شول .
  يوه ځانمرګي  يرغلګر نن له غرمې مخکې په چاوديدونکو توکو بار ، بار وړونکي  موټر دزابل دولايتي شورا ددروازې په وړاندې وچاوه .
دزابل ولايت دمرکز  قلات ښار يوه امنيتي مسوول د باختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې درې  تنه شهيدان او درې څلويښت تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وويل چې په دې بريدکې  دزابل  دولايتي شورا غړو ته زيان نه دى اوښتى خوددغه ولايت دولايتي شورا يوکارکوونکي  چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه  وايي چې په دې بريد کې ددغې شورا څو تنه غړي ټپيان شوي دي .
دزابل په مرکزي  روغتون کې  ډاکتران ددغې پيښې  دلسو تنو ټپيانو روغتيايي  حالت خراب وباله .  تراوسه پورې   ددغه ځانمرګي  بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته