سیاست

دملي امنیت سلاکار: سیمه ییزه اجماع د افغان سولې اساسي اړتیا ده

کابل / د لړم ٩مه / باختر
دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د سیمې د هېوادونو رول مهم بولي او په دې اړه د همغږۍ او اجماع رامنځته کول د سولې اساسي اړتیا ده.
په کابل کې د روسیې له سفیر الیکساندر ماتیڅکي سره په خبرو کې محب روسیه یو له هغو هېوادونو وبلله او د سولې په تړاو یې ددې هېواد همکارۍ مهمه یاده کړه.
په کابل کې د روسیې سفیر په دې اړه د خپلې همکارۍ د څرګندولو ترڅنګ، پر هغې طرحې هم خبرې وکړې، چې دا مهال حکومت د سولې لپاره مطرح کړې ده.
هغه وویل، چې په سیمه کې نه یوازې ستر هېوادونه، بلکې نژدې ګاونډیان هم ښه رول لوبولای او مرسته کولای شي.
دملي امنیت سلاکار د هر هېواد د رول د موثریت ترڅنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان ددې همکاریو درناوی او قدرداني کوي او اړتیا یې احساسوي.
دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ داړيکوپر پراختیا او دوام ټینګار وکړ.پاى-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته