امنیت

لس وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې تېره شپه لس وسله وال طالبان ووژل شول.
د بدخشان د ولايتي شورا غړي احمد جاويد مجددي د باخترآژانس خبريال ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د خاش ولسوالۍ په دهپاره کلي کې د امنيتي ځواکونو په  پوستو د ډله ييز بريد په پايله کې ووژل شول.
سرچينه زياتوي، چې په  جګړه کې يوشمېر نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي، خو امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته