امنیت

بيا هم په لمونځ کوونکو د وسله والوکسانو له خوا بريد وشو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
د ننګرهار ولايت په يوه جومات کې په لمونځ کوونکو د ناپيژنداندو وسله والو کسانو د ډزو له امله دوه تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دغه پيښه د رواداتو ولسوالۍ د کابل کمپ د کلي په جامع جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې هغه وخت رامنځته شوه چې يرغلګرو په لمونځ کوونکو ډزې وکړې .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: يرغلګر له ډزو وروسته له موټر سايکلونوڅخه په استفادې سره وتښتيدل.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
عبدالزي وايي: د يرغلګرو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
تراوسه پورې په لمونځ کوونکو د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
خو پخوا د طالبانو په ډلې پورې اړوندوکسانو د افغانستان د بېلابېلو سيمو په جوماتونوکې په لمونځ کوونکو ځانمرګي بريدونه او ډزې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته