امنیت

په فارياب کې ديوه قومي مخور ترور .

کابل باختر دوږي شلمه :
په فارياب ولايت کې يو قومي مخور نن سهار ترور شو .
  دفارياب دوالي  وياند احمد جاويد بيدار باختراژانس ته وويل چې يوجهادي شخصيت اوقومي مخور انجنير محمد صديق ايماق دميمنې ښار دلومړى ناحيې په بازار کې خپل کورته  څيرمه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
  ويل کيږي چې وسله والو کسانو له يوه سراچه ډوله موټر څخه په محمد صديق  ايماق ډزې وکړې او دقضيې په اړوند تراوسه پور ې څوک نه دي نيول شوي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته