کابل- باختر د ليندۍ دولسمه :
وسله والو طالبانو د جلال اباد پر هوايي ډګر بريد وکړ .
ويل کيږي چې همدا اوس هم د ډزو غږ اورېدل کيږي او د ائتلاف هليکوپټرونه هم ددغه هوايي ډګر دپاسه د الوتنې په حال کې دي .
دننګرهار ولايت دبهسود ولسوال نعمت الله نورزى باختر اژانس ته وويل چې څه ناڅه پنځو تنو ځانمرګو بريدکوونکو نن سهار د پنځو بجو او ديرشو دقيقو په شاوخوا کې د جلال اباد پر هوايي ډګر بريد وکړ .
ښاغلى نورزى وويل چې همدا اوس په هوايي ډګرکې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ده ددغه بريد له امله د سر د رسيدلو زيانونو د شمېر په باب څه ونه ويل، خو تاييده کړه چې د چاودنې غږ هم اورېدل شوى دى .
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
0 1 دقیقه لوستل