امنیت

په ننګرهارکې د څلورو تنو داعشیانو وژل کیدل

جلال اباد باختر د وږي ۲۰ مه
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې څلور تنه داعشیان ووژل شول.
د ننګرهار له امنیې قوماندانۍ څخه باختر آژانس ته په لېږدول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې یاد برید د داعش په پټنځي ترسره شوي چې له امله یې د داعش د ډلې څلورتنه بهرني جنګیالي وژل شوي دي .
ویل کېږي په دغه برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته