سیاست

د پيښو سره د مبارزې کميټې د غزني د تروريستي پيښې له زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې په مقصدپه دافغانستان بانک کې ٥٥٥ لمبر بانکي حساب پرانست

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
له پيسو سره د مبارزې د ملي کميټې غونډه نن د جمهور رييس د دويم مرستيال او د دغې کميتې د رييس په مشرۍ جوړه شوه او د غزني ولايت ته د استول شوي هيئت رپوټ يې واوريد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د جمهوري رياست د دويم مرستيال محمدکريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه؛ د غزني د پيښې له زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې په باب د وزيرانو شورا د غونډې د مصوبې په تعقيب لومړى د فوايد عامې وزير چې د يو دولتي هيئت په مشرۍ د غزني ښار اوسيدونکو ته د آوښتو زيانونو د څيړنې لپاره دغه ولايت ته سفر کړى و او دغه راز د کورنيو چارو وزارت استازي کميټې ته رپوټونه وړاندې کړل .
د فوايد عامې د وزير د رپوټ له مخې: دغزني په پيښه کې ١٥٣ تنه ټپيان شوي او يو شمېر نورهم شهيدان شوي دي او سربيره پردې دغزني ښار يو شمېر اوسيدونکو ته زيات مالي تاوان اوښتى دى .
ده څرګنده کړه چې د دغې پيښې له زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې د څرنګوالي، د اوښتو تاوانونو د کچې او د شهيدانو او ټپيانو د شمېر په باب لازمې څيړنې شوې دي او مصيبت ځپلې کسان په بېلابېلو برخوکې جدي مرستو ته اړتيا لري .
ده دغه راز وويل چې د غزني د پيښې له زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې لپاره لازم تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي او ټاکل شوې ده چې له نړيوالو موسسو څخه هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وشي.
دعامې روغتيا وزيرې هم رپوټ ورکړ چې په غزني ولايت د عامې روغتيا مسوولين د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لازم تيارى لري او ددغه ولايت خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې کومې خاصې ستونزې نشته.
کميټې د غزني د پيښې د قربانيانوله کورنيو سره دغمشريکۍ او همدردۍ د مراتبو د څرګندونو په ترڅ کې په غزني ښارکې له ډار اچوونکو او ځانمرګو يرغلګرو سره د مقابلې لپاره دامنيتي ځواکونو دمقاومت او ميړانې له امله قدرداني وکړه او د هغه موظف هيئت کړنې يې وستايلې چې دغه ولايت ته يې سفر کړى دى او لازمې څيړنې يې ترسره کړې دي .
په دې غونډه کې په غزني کې د تروريستي پيښې له امله د آوښتو تاوانونو اړخونو ته په پاملرنې سره پريکړه وشوه چې د دغې کميټې له بودجې څخه دې پنځلس مليونه افغان يواځې د شهيدانو د کورنيو، ټپيانو او د هغو کسانو په ګډون چې د دغې پيښې له امله کورونه يې ويجاړ شوي دي؛ له ملکي زيانمنو شويوکسانو سره د مرستې لپاره بيلې شي .
کميټې له دې څخه په مخکې پيښوکې د خلکو، خصوصي سکتور، سوداګرو او د هغو خيرپالوکسانو د مرستو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې يوځل بيا خلکو، خصوصي سکتور او سوداګرو ته بلنه ورکړه چې د غزني د پيښې له مصيبت ځپلو کسانو سره په مرسته کې ونډه واخلي.
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دغزني دپيښې له مصيبت ځپلو کسانو سره ترسره شوې مرستې دې په (د افغانستان بانک) کې په ٥٥٥ جاري حساب کې تحويلې او د لازمو څيړنو له ترسره کولو او د مستحقو کسانو له تشخيص وروسته دې دکميټې له خوا دغه بيله شوې نغدي مرسته د فوايد عامې وزارت تر څارنې او کنترول لاندې د غزني د پيښې په مصيبت ځپلو کسانو وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته