کابل باختر دليندي يوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو جنايي پيښو په اړوند ١٢ تنه ونيول شول .
دغه کسان په تيرو٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې په نيول شويوکسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ختم_ شکريه _اکرم