امنیت

دکورنيو چارو وزارت د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو دځواکونو دبرياليتونو خبر ورکړ.

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٢  :
د نشه يي توکوپرخلاف دمبارزې په چارو کې  دکورنيو چارو وزارت معين لوى پاسوال بازمحمداحمدي پرون   په يوه خبري غونډه کې د نشه يي  توکو پرخلاف دمبارزې دځواکونو دبرياليتونو  په باب  دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل  چې  له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو برياليتوبونه په تيرو کلونو کې  دهمدې مودې په پرتله ديادونې وړ دي.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې خبري غونډه کې د کورنيو چارو وزارت معين څرګنده کړه چې په دې موده کې  نږدې دوه سوه ټنه ډول ډول نشه يي توکي  له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو د ځواکونوله خوا کشف اوضبط شوي دي اوله دې سره جوخت  دهغو لسګونو تنو قاچاق وړونکو په ګډون چې دنړيوالو قاچاق وړونکو په لست کې شامل دي  ، دنشه يي توکو په سلګونو تنه قاچاق وړونکي نيول شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره دمبارزې معين زياته کړه  چې له نشه يي توکو سره دمبارزې  دپوليسو دعملياتو په تيره بيا دننګرهار اوکابل په ولايتونو کې  دڅو پراخو عملياتو په بهيرکې  ديوې زياتې اندازې نشه يي توکو په کشف اوضبط  سربيره ،   ٢١٩   ليږدونکي وسايط  ،  ١٣٨ ميله وسلې او ١٧٢ مخابرې او  مبايل ټيلفونونه له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي او دنشه يي توکو دتوليد  ٢٢ کارخانې هم له  منځه  وړلې شوې دي.
ده زياته  چې د کابل په ورودي دروازو ا ود کابل په نړيوال هوايي ډګر کې له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو ځواکونو په روان کال کې  زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او هم په کابل کې  له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو په نشه يي توکو کابو يو زرو پنځه سوه تنه روږدي کسان دکابل ښار له بيلابيلو ناحيو څخه راټول کړي دي  او دروږدو کسانو دعلاج او درملنې روغتيايي مرکزونو ته يې ليږدولي دي .
دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معين لـــــوى پاسوال بازمحمد احمدي له نشه يي توکوسره  د مبارزې د پوليسو دځواکـــــــونو په سرښندنې   يادونې سره وويل چې دغه ځواکــــــونه  په نه ستړي  کيدونکي     توګه له نشه يي توکوسره دمبارزې په کارکې خپلو هڅو ته دوام ورکوي خو له دغې پديدې سره   مبارزه په بيلابيلو کچه، سيمه  ييزو او نړيوالو  همکاريو ته اړتيا لري چې ددغو همکاريو په نشتوالي کې به  له نشه يي توکوسره مبارزه  له ستونزو ډکه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته