کابل باختر د مرغومي څوارلسمه :
د ننګرهار ولايت دغني خيلو په ولسوالۍ کې نن سهار پر افغان امنيتي ځواکونو او د ناټو په قوتونو ځانمرګى بريد ترسره شو.
د ننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوال معلم معشوق باخترآژانس ته وويل: يوې ډلې ځانمرګويرغلګرو په چاديدونکو توکوبارخپل موټر په غني خيلو ولسوالۍ کې د ناټو د اډې دروازې ته څېرمه وچاوه او غوښتل يې اډې ته ننوځي چې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې چاودنه کې د موټر چلوونکى په ګډون اووه تنه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول چې مړي يې تراوسه پورې په ساحه کې پاتې دي .
په دغو نښتوکې دوه توغندي ويشتونکى او يوه پيکا هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
عيني شاهدان وايي: ځانمرګي يرغلګر لس تنه ووچې اووه تنه يې وژل شوي او درې تنه نوريې وتښتيدل.
0 1 دقیقه لوستل