سیاستخبرونهTOP

په کابل کې د چين سفير: چين افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابروي

کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.
ژاو شينګ په دغه کتنه کې د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ويې ویل چې هېواد یې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.
نوموړي وويل چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په نړیوالو ناستو کې یې ټینګار کړی، چې باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل وشي.
د چين سفير په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې زياته کړه، چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي.
هغه زياته کړه، چې د مس عینک کان په برخه کې ښه پرمختګ رامنځته شوی، د جلغوزيو د پروسس او صادراتو په ګډون په مختلفو نورو برخو کې د چینایي پانګه والو پانګونې ښه پایله ورکړې ده.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې په دوحې او نورو ناستو کې د افغانستان په اړه د چین له مثبت دریځ څخه مننه وکړه او ويې ویل چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له چین سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.
نوموړي واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ او څرګنده يې کړه، په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دغه راز له چين څخه د افغانستان د لویو لارو، رېل پټلۍ او نورو مهمو او سترو پروژو په ګډون په زېربنايي پروژو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر زياته کړه، چې اسلامي امارت له واحد چین سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د ياد هېواد د ولسمشر په نوښت د يو کمربند او يوه لار پروژې ملاتړ کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل؛ د افغانستان ګاونډيان باید ډاډ ولري، چې اسلامي امارت هیچاته هم اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه ورته ګواښ پېښ شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هیله لري، چې د شانګهای همکاريو سازمان په راتلونکو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او په دې کنفرانس کې د ناظر غړي په توګه خپل حضور ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته