امنیت

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۴٩ تنه وسله وال ووژل شول

کابل باختر د مرغومې ٢ مه
په تېرو څلور وېشت ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۴۹ تنه وسله وال مخالفان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات چې د ګډو  افغان ځواکونو له خوا د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې تر سره شوي دي د ١٢ تنو داعشيانو او د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون په کې ۴۹ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي، ٢٧ تنه يې ټپيان شوي او ١٧ تنه نور شکمن نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي چې دغه عمليات د ننګرهار، لوګر، خوست ، زابل ، فاریاب  بغلان ، نیمروز او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.پاى- ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته