دمشق دپرس ټي وي سايټ دوري دمياشتې ١٠ :
دوسله والو ياغيانو پرون په سوريې کې دالپ په ولايت کې ددغه هيواد يو جنرال وواژه .
دباختراژانس دخبرله مخې يرغلګرو په دغه جنرال باندې چې دخپل کار ځاى سيمي ته روان و له يوموټر څخه ډزې وکړي اودسلامي حکومت ددغه ترور مسوول وسله والې تروريستي ډلې بولي .
سوريه له يو کال را په دې خوا دنااراميو اوحکومتي ضد مظاهرو ډګردي چې پکې په ملکي وګړو برسيره ددغه هيواد يو زيات شمير ځواکونه پکې وژل شوي دي .
په دې وروستيو وختو کې دسوريې حکومت ددغه هيواد لپاره دملګروملتو دسازمان او دعربي اتحاديې داستازي کوفي عنان دسولې له شپږفقره ييز پيشنهاد سره موافقه وکړه