سیاست

له دولتي ادارو سره دبروکسل کنفرانس دتطبيقي پلان مشورتي غونډه جوړه شوه .

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
له دولتي ادارو سره دبروکسل  کنفرانس دتطبيقي  پلان مشورتي غونډه نن دماليې دوزير اکليل حکيمي  په مشرۍ  دکابل ښار په انترکانتيننتال هوټل کې جوړه شوه .
دماليې وزارت  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې غونډه کې چې دوزارتونو معينانو او ددولتي ادارو رييسانو ګډون درلود دماليې وزير دبروکسل کنفرانس دلاس ته راوړنو ، ددغه کنفرانس  دتطبيقي پلان ، دملي انکشاف دچوکاټ دسند او دمتقابل  حساب ورکولو تر چوکاټ  لاندې  دافغانستان  دژمنو په اړوند هراړخيز  معلومات وړاندې کړل .
  دماليې وزير له دولتي ادارو څخه دمننې او قدردانۍ په څرګندولو سره له هغوى څخه وغوښتل چې ددغو ژمنو دعملي کولو په برخه کې له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړي .
ده زياته کړه چې دماليې وزارت دانکشافي شوراګانو په چوکاټ کې ديوې همغږۍ کوونکي ادارې په توګه له ټولو دولتي ادارو سره  لازمه همکاري کوي چې دبروکسل کنفرانس تطبيقي پلان  او له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان ژمنې تحقق ومومي .
وروسته دماليې وزارت دپاليسي دمعينيت ټيم دملي انکشاف د چوکاټ ، انکشافي شوراګانو  او دافغانستان دحکومت دژمنو دتطبيق په باب مفصل معلومات وړاندې کړل .
ديادونې وړ ده چې دماليې وزير  دنورو دولتي ادارو له چارواکو سره ليدنې کتنې کوي چې دافغانستان دملي انکشاف دچوکاټ سند  په سمه توګه عملي شي  او له نړيوالې ټولنې سره دافغانستان ژمنې  تحقق ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته