کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
افغان اونړيوالو ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې ديوعملياتو په بهيرکې شپږديرش تنه وسله وال طالبان ووژل.
دباخترآژانس دخبرله مخې : په هغې خبرپاڼه کې چې له همدې امله دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر له لارې خپره شوې ده ويل شوي دي :
په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دافغان او نړيوالون ځواکونو له خوا دبغلان ، لغمان ، ننګرهار، قندهار ، لوګر ، هلمند اودميدان وردګو دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول شپږديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، لس تنه ټپيان او يوولس تنه نوريې ونيول شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلي ترلاسه شوې .
دغه راز ملي پوليسو دهرات او ارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې دوسايطو ضد شپږماينونه کشف اوشنډکړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ