کابل باختر دمرغومي اتمه :
دملي پوليسو ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونوپه بهير کې اووه ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه دننګرهار ، فارياب ، سرپل ، غزني ، خوست او دهرات دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول . درې تنه ټپيان او دوسله والو طالبانو دډلې لس تنه نور دملي پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ