امنیت

میدان وردګ مقام امنیتي ځواکونو سره همغږي او وحدت عمل کې ثابت کړی”

میدان ښاردسلواغی د مياشتې پنځمه باختر    
د میدان وردګو والي وايي د ولایت مقام او ټولو امنیتي ارګانونود وحدت او همغږۍ پرمټ ددې ولایت امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی دی.
دا خبرې والي  حیات الله حیات په دې وروستيووختو د عامه نظم له قوماندان او ورسره راغلي پلاوي سره لیدنې پرمهال وکړې.
د میدان وردګو والي وايي د عامه نظم ځواکونو د لویو لاروپه امنیت کې مثبت رول لوبولى دى او په خبره یې د ولس خلک دې د دوی قربانۍ نه هیروي.
حیات وویل، چې د امنیت ټینګښت لپاره مود ولایت په کچه وحدت په عمل کې ثابت کړی او زیاتوي، چې که د مرکزي حکومت همکاري ډیره شي شته ستونزو ته به هم حل لاره پیدا شي.
د عامه نظم قومندانۍ مرستیال مل پاسوال سید اغا ثاقب وویل، چې د سفر موخه یې د بیلا بیلو امنیتي پوستو کتنه اوله سیمه ایزو چارواکو سره خبرې وې.
هغه وویل د عامه نظم سرتیري په لوړ مورال خپله دنده ترسره کوي او دوی د خپل سفر په ترڅ کې شته ستونزې تشخیص کړې ، چې د حل لپاره به یې کار وکړي.
د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت رییس انجینر طاووس وویل ، چې په سیمه يیزه کچه د امنیتي ځواکونو څخه د چارواکو احوال اخیستل د سرتیرو مورال لوړوي.
هغه د عامه نظم د رهبرۍ د هغو کړنو ستاینه وکړه، چې په میدان وردګو او نورو ولایتونو کې یې د عامه نظم د سرتیرو پوستې وکتلې.
هغه وویل، چې د عامه نظم ځواکونه دې د لویو لارو په اوږدو کې د دښمن ځپلو لپاره ګزمې او کمین بریدونه هم ترسره کړي.
دغه راز د عامه نظم د څلورمې لوا قومندان مل پاسوال ګل محمد د خپلو خبرو پر مهال د جلریز ولسوالۍ امنیت ښه وباله او ويې ویل، چې د ولسونو همکاري د امنیت ټینګښت کې اغیزمن رول لوبولى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته