سیاست

مارشال محمد فهيم: رسنۍ دې دخلکو ترمنځ دملي روحيې او دباوردفضا په برابرولو کې هلې ځلې وکړي

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې مخکې دهيواد دملي امنيت د شورا په غونډه کې دخلکو ترمنځ دملي روحيې او دباور دفضا په برابرولو کې د رسنيو پر رول باندې ټينګار وکړ او له رسنيو څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې دې هڅه او هاند وکړي او دخلکو او هيواد پر وړاندې دې خپل مسووليت او رسالت چې د وظيفې له مخې ورسره ژمنې دي؛ ادا کړي .
دجمهورى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه،دجمهوري رياست  سرپرست په هيواد کې د اوسني حالت په پام کې نيولو سره څرګنده کړه: دافغانستان امنيتي ځواکونه په داسې شرايطو کې دي چې کولې شي د هر راز توطيې پر وړاندې دهيواد دفاع وکړي او له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو دليږدونې دپړاونو تجربې تراوسه پورې دغه مسله ثابته کړې ده.
دجمهورى رياست زياته کړه چې دهيواد امنيتى ځواکونه تراوسه پورې په ښه توګه په هيواد دامنيت په تامينولوکې دخپلو دندو په ترسره کولو بريالي شوي دي او دا د دې زيرۍ ورکوونکې دى چې دهيواد خلک په خپلو امنيتي ځواکونو چې په خپله د دوى له بچېانو څخه ټاکل شوى دى پوره باور او اعتماد لري.
دځينو رسنيو او تحليل ګرانو له خوا دهيواد د دښمنانو ځواکمن بلل نشي کولى دهيواد دامنيتى ځواکونو په روحيې باندې منفي اغيزې وکړي، ځکه هغوى په ښه توګه روزل شوي دي او په ځان بشپړ باور او ډاډ لري.
په دې غونډه کې دهيواد د امنيتي مرکزونو چارواکو په هيواد کې دامنيتي حالت په باب خپل رپوټونه وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې امنيتي ځواکونو په هوښيارۍ سره او په غوڅه توګه د دښمن دسمون دقدرت مخ نيولې ده او له همدې امله دى چې هغوى په واټونو کې بمي او ځان مرګو بريدونو نه مخه کړې ده چې له امله يې زموږ دملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کيږي.
ددغو چارواکو رپوټونه په ډاګه کوي چې امنيتي ځواکونو په زياترو سيموکې دبريدونو لپاره دخلکو د دښمنانو هلې ځلې ناکامې کړې او هغوى ته يې د سر درانده زيانونه اړولې دي .
په دې غونډ ه کې دهيواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا سمبالولو او ښه روزنې او د هغوى د ژوندانه دحالت ښه والې ته پاملرنې په باب ګټورې خبرې وشوې او دهغوى دمورال دپياوړتيا دسپلين مننې او د هغوى او دملکي وګړو ترمنځ د سر د زيان دمخنيوي په اړوند لازم تصميمونه ونيول شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته