کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٠
امنيتي ځواکونو پرون دکابل ولايت په مربوطاتو کې د سکر لس توغندي ترلاسه کړل.
دکورنيو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
امنيتي ځواکونو پرون دکابل د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يو آني عملياتو په ترسره کولو سره د سکر لس توغندي ددغې ولسوالۍ له وچ غر ساحې څخه ترلاسه کړل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه توغندي د تروريستي او تخريبي فعاليتونو لپاره د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و.
ديوبل خبرله مخې: دپوليسو منسوبينو پرون يو تن يې دغلا په تور دکابل ښار د دويمې ناحيې له ساحې څخه ونيوه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ