امنیت

په خوست کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په اړوند ونیول شول

کابل/دلېندۍ۱۲مه/باختر
د خوست د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ماڼۍ سیمه کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په اړوند نیول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه چرس او شیشه ډوله نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته