کابل – باختر- دزمري شلمه :
په کونړ ولايت کې دبي پيلوټه جنګي الوتکو په بريدونوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل د باختراژانس خبريال ته وويل دغه بريدونه دشيګل ولسوالۍ د شين کوړک په ساحه کې ترسره شول او له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې ، دکونړ ولايت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې دپوليسو دځواکونو او دطالبانو ترمنځ نښته کې دريو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
0 د یوې دقیقې څخه لږ