امنیت

خبرتيا

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
دملي دفاع وزارت خبرتيا
دهيواد دمرکز او ولايتونو د ملکي پوهنتونونو او د څوارلسمو او دولسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې د افسرى په ښوونځي کې د شموليت هيله ولري؛ خبر ورکول کيږي چې د فورمو ويش د خبرتيا د خپريدو له نيټې څخه پيل شوى دى.
فارغان دې د روان کال د مرغومې د مياشتې تر١٠مې نيټې پورې د نوم ليکنې لپاره د ولايتونو او مرکز د جلب او جذب مرکزونو ته ورشي.
د شموليت آزموينه د روان کال د مرغومې د مياشتې په ١٧مه نيټه اخستل کيږي.
د شموليت شرايط:
• د افغاني تابعيت لرل.
• داوطلب بايد له ١٨ کلنى څخه تر ٢٦ کلنى پورې وي.
• د بشپړې روغتيا لرل.
• د فراغت د سند لرل
• او د کورنۍ رضايت حتمي دى.
د استوګنې ټول شرايط د ديني او افغاني اصولو او ارزښتونو له مخې په پام کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته