امنیت

په ننګرهار کې دامنيتي ځواکونو ملاتړ وشو .

کابل باختر د تلي شلمه :

دننګرهاردامنيه قوماندان او دوه ويشتو ولسواليو دامنيه قوماندانانو په ګډون امنيتي غونډه دننګرهار دوالي  په مشرۍ  دجلال ابادښار په شاهي ماڼۍ  کې جوړه شوه .

دجلال اباد له ښار څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې،  په دې غونډه کې دولسي جرګې غړو حاجي حضرت علي او فريدون مهمند  په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دملي شورا په دواړو مجلسونو کې له امنيتي ځواکونو څخه قدرداني شوې ده او ستايل شوي دي او دهيواد دامنيتي ځواکونوملاتړ کوو .

دوى ټينګار وکړ چې امنيتي ځواکونه دخلکو په همکارۍ دخپل لويشت لويشت  خاورې څخه دفاع کوي او دهيواد په کورنيو چاروکې پرديو لاسوهنو ته اجازه نه ورکوي .

دوى له دولت سره يوځاى او په يو غږ دامنيتي حالت دساتنې  دفاع کوي .

دوى له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل چې په صادقانه او زړه سواندۍ سره ددښمن په مقابل کې وجنګيږي . او دژوند تر ورستي سلګۍ پورې دې دښمن ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي .

دننګرهار والي سليم خان کندزي  ، امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد ، دملي امنيت رييس جنرال دادمحمد او د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد نصير سنګين هم په وار سره ويناوې وکړې او له خلکو څخه  يې  وغوښتل چې دخپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ او له هغوى سره هراړخيزه همکاري وکړي .

دوى خلکو ته ډاډ ورکړ چې ددښمن دهرراز توطيو په وړاندې دريږي او له  هغوى سره مقابله کوي  لکه څنګه چې ددربابا  او بټي کوټ په ولسواليو کې له داعش سره  په مقابله کې  دامنيتي ځواکونو دميړانې  او سرښندنې  يادونه وکړه او دهغوى زحمتونه يې وستايل .

  دوى څرګنده کړه چې دښمن نور په ننګرهار کې دپيښې ځاى نه لري او خپلو ارمانونو ته به ونه رسيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته