کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
دکابل دنجونو دفوټبال انتخاباتي سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دهيواد دفدراسيون دنجونو دفوټبال دکميتې مسوولې هاجر ابوالفضل نن باختر آژانس ته وويل : په دې لوبه کې دميهن ټيم دصفر په مقابل کې په څلورو سره دجوانان اتفاق ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ له يوې اوونۍ راپه دې خوا دنجونو دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ دفوټبال فدراسيون په لوبغالۍ کې پيل شوي دي او هره ورځ په يوې لوبې سره دوام کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ